اقتصاد

په غور کې د ۵۴ کیلومتره کلیوالي سړکونو د جوړېدو چارې پیل شوې

د غور ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست اعلان کړی چې په دغه ولایت کې د دولینه، تیوره، شهرک او چهارصده ولسوالیو ترمنځ د ۵۴ کیلومتره سړک د جوړولو او بیا رغونې کارونه په رسمي ډول پیل شوي دي.

د دې ادارې په وینا، دغه پروژې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له بودیجې څخه تمویلېږي او تمه ده چې د دې کار له لارې سلګونو سیمه ییزو کارګرانو ته د کار زمینه برابره شي. د یادو سیمو اوسېدونکي له کلونو راهیسې د تګ راتګ له ستونزو سره مخ دي او د معیاري لارو نشتوالی د هغوی لاسرسی اساسي خدمتونو ته محدود کړی دی.

په ورته وخت کې، په ارزګان ولایت کې هم د خاص ارزګان ولسوالۍ د قحطابه او کت کلیو لپاره د اوبو رسولو دوه شبکې بشپړې شوې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. دا شبکې د دوو ژورو څاه ګانو کیندنه، د ۵۰ او ۳۰ متر مکعب ظرفیت درلودونکو دوو د اوبو زېرمو جوړول، ۱۵۲ نلکې نصبول، ۳۰ سولر تخته او له ۸ کیلومتره څخه زیاته پایپ‌لګونه رانغاړي.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وایي چې د دغو پروژو تر بشپړېدو وروسته، لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او له ۴۰۰ زیاتې کورنۍ روغتیايي اوبو ته لاسرسی موندلی دی. سره له دې چې دا ډول پروژې د لرې پرتو سیمو ځینې عاجلې اړتیاوې پوره کوي، خو لا هم د پایېدونکو بنسټونو جوړول د کافي منابعو نشتوالي او د طالبانو ادارې کمزورې مدیریت له امله له ننګونو سره مخ دي.

همداراز، د پروژو د تطبیق په بهیر کې د شفافیت نشتوالی او د بې‌طرفه بنسټونو له خوا اغېزمن څار نه‌شتون، د خدماتو د کیفیت او عادلانه وېش په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي. د یوه ځواب‌ویو حکومت د نه شتون په صورت کې، اوس‌مهال ډېرې پروژې د بنسټیزو ستونزو د حل پر ځای، د طالبانو د ادارې د تبلیغاتي وسیلې بڼه نیسي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button