په غور ولایت کې د ۷۰ کیلومتره سړکونو د جوړېدو پروژه پیل شوه

د غور ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د خوړو نړیوال سازمان (WFP) له مالي ملاتړ سره، په دولینه، تیوره، مرغاب، شهرک او تولک ولسوالیو کې د ۷۰ کیلومتره سړکونو د جوړونې او ترمیم پروژه پیل کړې ده.
د دې ریاست د رسنیو دفتر مسؤل، ذبیحالله غوثیزاده ویلي چې د دې پروژې اساسي موخه د ترانسپورټي زیرساختونو ښهوالی او د لېرې پرتو کلیو لپاره د کار زمینې برابرول دي. د نوموړي په وینا، د دې پروژې د پلي کېدو پر مهال به دوه زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي، او هغوی ته به هره میاشت د خوړو مرستې چې اوړه، وریجې، غوړي، مالګه او دال پکې شامل دي، ووېشل شي.
یاده پروژه په داسې حال کې پیل شوې چې د طالبانو اداره سره له دې چې څو ځله یې د خلکو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو ژمنې کړې، خو تر اوسه یې د بنسټیزو خدمتونو په ځانګړې توګه د محرومو ولایتونو په برخه کې څه عملي ګامونه نهدي اخیستي. دا چې پروژه د یوه نړیوال بنسټ لهخوا تمویلېږي، ښيي چې د هېواد د بیا رغونې بهیر لا هم له نړیوالو مرستو سره ژوره تړاو لري.
د غور اوسېدونکي، چې تل یې د مناسب سړک له نشتون شکایت کړی، هیله لري چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د دوی د ورځنیو تګ راتګ او زراعتي توکو د لېږد ستونزې تر یوې اندازې حل شي. خو هغوی اندېښمن دي چې که د حکومت دوامداره ملاتړ او رښتینی ژمنه نه وي، دا ډول پروژې به ونشي کولای چې د کلیوالو سیمو د پراخو او روزافزون اړتیاوو ځواب ووايي.




