په غزني کې د درې اوبو رسولو شبکې جوړېږي

د غزني ولايت سيمه ييزو چارواکو ويلي چې د زنخان، آببند او وليمحمد شهيد په ولسواليو کې د درې اوبو رسولو شبکو د جوړولو چارې پيل شوې دي. دا پروژې به د نږدې ۲۰ ميليونه افغانیو په لګښت پلي شي.
مولوي محمد قاسم اميني، د طالبانو تر ادارې لاندې د غزني د کليو د بيا رغونې او پراختيا رياست مشر، ويلي چې يادې شبکې د «داکار» مؤسسې په همکاري او د نړيوال بانک په مالي ملاتړ عملي کېږي. د هغه په وينا، د دغو پروژو اصلي موخه د يادوشو سيمو اوسېدونکو ته د پاکو اوبو د څښاک چمتووالی دی.
د دغه سيمه ييز چارواکي د څرګندونو له مخې، له دغو شبکو د بشپړېدو وروسته به سلګونه کورنۍ د پاکو اوبو لاسرسي ومومي؛ هغه ستونزه چې په ډېرو کليوالو سيمو کې لا هم يوه دوامداره ننګونه بلل کېږي.
اميني دا هم زياته کړې چې د پروژو د پلي کېدو پر مهال به سلګونو کسانو ته د کار زمينه برابره شي او له ګټې اخیستنې وروسته به په دغو ولسواليو کې د څښاک د اوبو د کمښت ستونزه په ډېره اندازه راکمه شي.




