د غزني شیعه عالمانو له پاکستانه د افغانستان سره د شخړې د پای غوښتنه وکړه

د غزني ولایت یو شمېر د شیعه مذهب دیني عالمانو له پاکستان څخه غوښتنه کړې چې له افغانستان سره روانې شخړې پای ته ورسوي او د سولې لاره خپل کړه.
دغه عالمانو ویلي، د دواړو خواوو ترمنځ د ترینګلتیا دوام د هېڅ لوري په ګټه نه دی او باید اوسني ستونزې د خبرو اترو او تفاهم له لارې حل شي. هغوی ټینګار وکړ چې د ناامنۍ دوام کولای شي د سرحدي سیمو اوسېدونکو د ژوند وضعیت او د سیمې عمومي ثبات ته منفي اغېزه ورسوي.
د دې عالمانو په وینا، وروستۍ نښتې د لوېدیځو هېوادونو په هڅونه رامنځته شوې دي، خو د دې ادعا په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي. هغوی له د پاکستان له چارواکو وغوښتل چې له هغو ټولو کړنو ډډه وکړي چې د ترینګلتیا د زیاتېدو لامل ګرځي.
غزني د افغانستان له مرکزي ولایتونو څخه دی چې یو شمېر اوسېدونکي یې د شیعه مذهب پیروان دي. د دې ولایت د دیني عالمانو ډلې له دې وړاندې هم د سیمې د سیاسي او امنیتي مسایلو په تړاو خپل دریځونه څرګند کړي دي.




