امنیت او پېښېمهم خبرونه

په غزني کې د ماين چاودنې دوه ماشومان ووژل

د غزني ولايت د خوګياڼي ولسوالۍ په علي‌خان‌خېل کلي کې د يوه ماين د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي. د طالبانو د ادارې د امنيې قومانداني ويلي، دا پېښه د جمعې په ورځ، د وري په ۷مه نېټه رامنځته شوې ده.

د يادې قوماندانۍ په وينا، ټپيان ماشومان د درملنې لپاره د غزني ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي، خو د هغوی د روغتيايي حالت په اړه نور جزييات نه دي ورکړل شوي.

د طالبانو د امنيې قوماندانۍ د چاودنې دقيق علت نه دی څرګند کړی، خو ويلي يې دي چې دا پېښه د ماشومانو د بې‌احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده. سره له دې، د ماينونو او د جګړو له پاته شويو مهماتو چاودنې له کلونو راهيسې د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول د ماشومانو، لپاره يو جدي ګواښ بلل کېږي.

لسګونه کلونو جګړو سبب شوی چې د هېواد ځينې برخې لا هم د ماينونو او چاودېدونکو موادو له ککړتيا خلاصې نه وي؛ دا موضوع د منظم پلان جوړونې او اغېزناکو هڅو ته اړتیا لري. د ملګرو ملتونو د آمارو له مخې، شاوخوا درې ميليونه او درې سوه زره تنه افغانان د هغو سيمو په يوه کيلومتر کې ژوند کوي چې له ماينونو او چاودېدونکو موادو سره ککړې دي، چې دا حالت د ملکي وګړو د خونديتوب په اړه اندېښنې زياتې کړې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button