د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه

په غزني کې د بېرته راستانه شويو مهاجرو لپاره د استوګنې د نمرې وېش پيل شو

په غزني ولايت کې سيمه‌ييزو چارواکو اعلان کړی چې د هغو افغان کورنيو لپاره د استوګنې د نمرې د وېش لړۍ پيل شوې چې له مهاجرت وروسته بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. د دوی په وينا، دغه نمرې د بېرته راستانه شويو مهاجرو د دايمي مېشتېدو لپاره وېشل کېږي.

د طالبانو د اداري چارواکو په وينا، دا لړۍ د «د مهاجرو د ښارګوټي نمره يو» په نوم ساحه کې روانه ده او مستحقې کورنۍ به پکې ځای پر ځای شي.

د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، دغه ښارګوټی د ۱۹۰۷ جريبه ځمکې په مساحت جوړ شوی او شااوخوا ۱۸۰۰ د استوګنې نمرې پکې شاملې دي.

که څه هم د دې بهير پيل د بېرته راستانه شويو مهاجرو د لومړنيو اړتياوو يوه برخه حلوي، خو د نمرې د وېش د څرنګوالي شفافيت، لومړنيو خدماتو لکه د اوبو، برېښنا، ښوونځي او روغتيايي مرکزونو برابرول، او د کاري فرصتونو رامنځته کول هغه مسلې دي چې تمه کېږي د طالبانو اداره پرې لا زيات وضاحت ورکړي. ګڼې راستانه شوې کورنۍ له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي او ميشتېدل يوازې د هغوی د اړتياوو يوه برخه ګڼل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button