د غزني کروندګر: کرنيزې مرستې دې پر خپل وخت او په شفاف ډول ووېشل شي

په غزني ولایت کې یو شمېر کروندګر وایي چې د اقلیم د بدلون د پایلو د مقابله لپاره د اصلاحشو تخمونو، معیاري کیمیاوي سرو او د اوبو د مهار پروژو پر وخت وېش یو بېړنی ضرورت دی. دوی ټینګار کوي چې د دې بهیر ځنډ، د کرنې حاصلات راکموي او د دې ولایت د زرګونو کورنیو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.
د دغو کروندګرو په وینا، د اوبو کمښت د کرنې په برخه کې تر ټولو ستره ستونزه ده. دوی باور لري چې یوازې د ژورو څاګانو کیندل دا ستونزه نه شي حلولای، بلکې د اوبو د منظم او اوږدمهاله مدیریت له لارې، په ځانګړي ډول د بندونو او معیاري اوبه خور سیستمونو په جوړولو سره، د کرنیزو تولیداتو ثبات زیاتېدای شي.
سره له دې چې افغانستان د شنو خونو د ګازونو په تولید کې لږه ونډه لري، خو بیا هم د اقلیم د بدلون پر وړاندې له ډېر زیان منونکو هېوادونو شمېرل کېږي. پرلهپسې وچکالۍ، بې وخته بارانونه او وروستي سیلابونه د کرنې سکتور، چې د ډېرو خلکو د عاید اساسي سرچینه ده، له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.
هممهال، قاري زکریا هوتک، د غزني د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند ویلي چې په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې زرګونو کروندګرو ته اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل شوي او د دې بهیر د دوام لپاره هم پلانونه چمتو شوي دي. د هغه په وینا، د څاڅکو اوبه لګونې د سیستم پراختیا او د کروندګرو د پوهاوي پروګرامونه هم دوام لري.
همدارنګه، مولوي محمد شفیق منصور، د غزني د اوبو او انرژۍ رییس اعلان کړی چې په تېرو دوو کالونو کې په مرکز او ولسوالیو کې ۳۹ واړه بندونه او چکډمونه جوړ شوي او د راتلونکي کال لپاره د نږدې ۲۰ نورو بندونو د جوړولو پلان هم شته.
سره له دې، کروندګر ټینګار کوي چې د طالبانو د ادارې پروګرامونه باید پراخ، شفاف او د دقیقې څارنې لاندې عملي شي. د دوی په باور، که د کرنې سکتور د ځوابورکو مدیریت او دوامداره ملاتړ څخه بېبرخې پاتې شي، د اقلیم د بدلون له امله زیانونه به نور هم ډېر شي او د دې ولایت د خوړو امنیت به له خطر سره مخ شي.




