مهم خبرونهنړیوال

د غزې ختیځ کې د کډوالو پر یوه ښوونځي برید وغندل شو

د فلسطین مجاهدین غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په غزې ښار ختیځ، التفاح سیمه کې د هغو کډوالو پر ښوونځي د اسرائيلي ځواکونو برید غندلی، کوم چې د بې‌ځایه شویو کورنیو د استوګنې لپاره کارول کېده او دا یې یو بزدلانه اقدام بللی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه برید کې یو شمېر فلسطیني ولسي وګړي وژل شوي، چې ډېری یې ماشومان وو. دغه ښوونځی «شهدای غزه» نومېده او د برید پر مهال لسګونه بې‌ځایه شوې کورنۍ پکې پناه اخیستې وه.

فلسطیني مجاهدین دغه پېښه پر ولسي وګړو د مرګونو بریدونو یوه بله بېلګه بللې ده او ټینګار یې کړی چې دا ډول پېښې د نړیوالې ټولنې د چوپتیا او بې‌عملۍ تر سیورې لاندې روانې دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې دا برید د اوربند ښکاره نقض ګڼل کېږي. د دغه ګوند په وینا، په داسې حال کې چې د فلسطین مقاومت ډلې د اوربند له مفادو سره ژمنتیا لري، خو اسرائيلو له پیل راهیسې خپل اعلان شوي تعهدات نه دي عملي کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button