مهم خبرونهنړیوال

د غزې د جګړې تلفات له اووه زره کسانو اوښتي

د غزې د روغتیا وزارت تازه اعلان کړی چې د اسرائیلو د پوځي بریدونو له پیل (د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې) څخه تر دې دمه د وژل شویو کسانو شمېر ۷۰ زره او ۱۱۷ تنو ته رسېدلی دی.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په دغو خونړیو بریدونو کې ۱۷۰ زره او ۹۹۹ تنه نور ټپیان شوي دي. دا شمېرې د پوځي تاوتریخوالي بې‌ساري شدّت او پراخوالي ته اشاره کوي، چې د غزې لس‌ګونه زره اوسېدونکي یې له ژوند محروم کړي دي.

د تېرو ۴۸ ساعتونو په ترڅ کې، پنځه نور مړي روغتیايي مرکزونو ته رسېدلي او ۱۳ تنه نور ژوبل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې زرګونه کسان لا هم تر کنډوالو لاندې دي او د دوی د موندلو هڅې دوام لري.

سره له دې چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۱۱مه اوربند اعلان شوی و، خو بریدونه دوام لري. په دې موده کې ۳۶۰ تنه نور وژل شوي او ۹۲۲ کسان ټپیان شوي دي. همدا راز د ۶۱۷ تنو جسدونه له کنډوالو ایستل شوي دي.

په داسې حال کې چې د نړۍ افکار عمومي، په ځانګړي ډول د اسلامي هېوادونو ولسونه، د غزې له بشري ناورین څخه ژور اغېزمن شوي، د طالبانو اداره تر اوسه هېڅ اغېزناک غبرګون نه دی ښودلی. دا چوپتیا د فلسطیني ولس د وژنو پر وړاندې د دغې ادارې سیاسي او اخلاقي دریځ تر پوښتنې لاندې راولي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button