د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه

جرمني له پاکستانه ۵۲ افغان پناه‌ غوښتونکي انتقال کړل

د جرمني حکومت د پنجشنبې په ورځ، د لړم په ۲۹مه نېټه، ۵۲ افغان پناه‌ غوښتونکي چې د دې هېواد د منلو ژمنه ورته ورکړل شوې وه، له اسلام‌اباده جرمني ته انتقال کړل.

الماني رسنۍ د رسمي سرچینو له قوله وایي، دغو پناه‌غوښتونکو د پاکستان له پلازمېنې اسلام‌اباده څخه جرمني ته مستقیم پرواز درلود. دا انتقال د هغه پروګرام برخه ده چې له مخې یې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له امنیتي ګواښ سره مخ افغان وګړي چې له مخکې د جرمني ځانګړي منل شوي پروګرام له لوري تصویب شوي، انتقال کېږي.

دغه ډله شپږمه جوپه ده چې له افغانستانه د طالب ادارې له بیا واک ته رسېدو وروسته، له پاکستانه جرمني ته استول شوې. سره له دې چې د جرمني حکومت د نویو پناه‌غوښتونکو د منلو بهیر عامآ درولی، خو لا هم هغه مشخص کسان چې له مخکې منل شوي، جرمني ته تدریجي انتقالېږي.

د دویچه‌وله د راپور له مخې، دا مهال شاوخوا ۱۹۰۰ افغان اتباع چې د منلو اسناد یې ترلاسه کړي، په پاکستان کې د جرمني ته د انتقالېدو په تمه دي. په دغې پروسه کې ځنډ د هغو کسانو هیله او انګېزه کمه کړې ده چې له طالبانو څخه د راپیدا شوي ګواښ له امله د ژغورنې تمه لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button