طالبانو مشر په کندهار کې د فقهي غونډې پر مهال له علماوو بیعت واخیست

په کندهار ولایت کې د طالبانو د ادارې لخوا یو دوه ورځنی فقهي سمینار ترسره شو چې پکې د دې ادارې ګڼ شمېر چارواکو او دیني عالمانو ګډون کړی و. د طالبانو مشر په دې غونډه کې د وینا پر مهال غوښتنه وکړه چې دیني مرکزونه او شخصیتونه دې له ده سره د سیاست په برخه کې بشپړ همغږي ولري.
دا غونډه د طالبانو د ادارې په بلنه، او د یادې ادارې د دیني بنسټونو د مهمو څېرو، په ځانګړې توګه د فقهي شوریو، مرکزي دارالافتاء او جهادي مدرسو د مشرانو په ګډون جوړه شوې وه. د طالبانو مشر په دغه غونډه کې د ګډون پر مهال د طالبانو ملاتړي علما د خپل شریعي نظام د پیاوړتیا مهم بنسټ وباله او له هغوی یې قدرداني او ملاتړ څرګند کړ.
نوموړي، د فقه علم تر ټولو لوړه دیني پوهه وبلله او د طالبانو اړوند فقهي علما یې «د خدای غوره بندګان» معرفي کړل. هغه دا هم وویل چې یاد علما باید د طالبانو د فرمانونو د ترویج او نافذولو لپاره له خلکو سره فعاله ونډه واخلي.
د طالبانو د ادارې مشر، په فقهي شوریو کې فعالیت «د خدای په لاره کې جهاد» وباله او زیاته یې کړه چې په اوسنيو شرایطو کې د علماوو دنده دا ده چې خلک د دې ادارې د شریعت له پروګرامونو سره همغږي کړي. هغه ورڅخه وغوښتل چې د نورو نظریاتو پر وړاندې مخالفت ونه لري، خو د طالبانو له لوري تأیید شوي احکام دې خپاره کړي او خلک دې د دغه ادارې د فرمانونو منلو ته وهڅوي.
په دې غونډه کې علماوو له د طالبانو له مشره بیاځلي بیعت یا وفاداري وکړه. ګډونوالو علماوو او چارواکو ژمنه وکړه چې د دې ډلې د شریعي نظام په پیاوړتیا کې به خپلې هڅې روانې وساتي.
دا غونډه په داسې وخت کې ترسره شوه چې د طالبانو اداره د هېواد د خپلواکو دیني بنسټونو د کمزوري کولو په تور تورنه شوې؛ او د دوی تر کنټرول لاندې دیني شوریې زیاتره د دې ادارې سیاسي تبلیغاتي وسیله ګرځېدلي، نه د آزادو ديني اندونو سرچینه.
غونډه د طالبانو د مشر لخوا په دعا سره پای ته ورسېده؛ چې دغه دعا نه یوازې د ناستې د پای نښه وه، بلکې د دې ډلې د دې هڅو استازیتوب هم کاوه چې غواړي دیني بنسټونه په بشپړ ډول له سیاسي واکمنۍ سره وتړي.




