ټولنه‌یزمهم خبرونه

جرمني د افغانستان بشردوستانه صندوق ته دوه ميليونه يورو مرسته ورکړه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ويلي، چې د جرمني حکومت د افغانستان د بشردوستانه صندوق لپاره دوه ميليونه يورو نوې مرسته ځانګړې کړې ده. دا مرسته د هغو کسانو د ملاتړ لپاره ده چې د بېړنيو پېښو او کړکېچونو له امله زيانمن شوي دي.

اوچا د جرمني له دغې مرستې مننه کړې او زياته کړې يې ده چې د دغه ډول مرستو دوام کولای شي هغو خلکو ته د هيلې څرک ورکړي، چې ژوند يې د طبيعي پېښو او ناڅاپي شاکونو له امله ګډوډ شوی دی. دا نهاد ټينګار کړی چې د افغانستان په زياترو سيمو کې بشري اړتیاوې لا هم پراخې او فوري دي.

په وروستيو کلونو کې، د فقر، بې‌کارۍ د زیاتوالي او د طالبانو د پراخو محدودیتونو له امله ميليونونه افغانان بنسټيزو خدماتو ته لاسرسی نه لري، چې د بشري مرستو پر وړاندې تکیه هم ډېره شوې ده. د مرستو رسونې نهادونه وار له مخه خبرداری ورکړی، چې د نړيوالې ټولنې له دوامداره ملاتړ پرته، د افغانستان بشري وضعيت نور هم خرابېدای شي.

د افغانستان بشردوستانه صندوق د ملګرو ملتونو له مهمو مالي مېکانيزمونو څخه دی، څو په دغه هېواد کې بېړنۍ مرستندويه پروژې تمويل کړي. د جرمني په څېر هېوادونو مرستې د دغو پروګرامونو د دوام لپاره مهم رول لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button