مهم خبرونهنړیوال

نشنال انترست: د روسیې پر وړاندې بندیزونو تر ټولو ستر زیانمنونکی آلمان دی

د امریکا نشنال انترست مجلې په تازه تحلیلي راپور کې ویلي، چې د اروپایي اتحادیې له لوري پر روسیې پراخو بندیزونو د آلمان اقتصاد له سختو ستونزو سره مخ کړی او یاد هېواد یې د دغو ضد روسیه‌یی سیاستونو تر ټولو لوی قرباني بللی دی.

یاد راپور چې د نشنال انترست مجلې د مشر لیکوال برندون ویچرت په قلم لیکل شوی، وایي چې د نورد سټریم ۲ نومي د ګازو پروژه ودرول او نړیوال بندیزونه د آلمان صنعتي ځواک ډېر کمزوری کړی، دا هېواد له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ کړی دی.

ویچرت په خپل تحلیل کې د اوکراین جګړې اغېزو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې د اروپا د انرژۍ کړکېچ نه یوازې د لګښتونو زیاتېدو لامل شوی، بلکې د اتحادیې په دننه کې یې سیاسي او اقتصادي ترینګلتیاوې هم راولاړې کړي دي. د هغه په وینا دا حالت د یورو زون د اقتصادي ثبات اعتبار ته زیان اړولی او د آلمان د اقتصادي سیالۍ ظرفیت ته یې شک پیدا کړی.

راپور همداراز خبرداری ورکړی، چې که د انرژۍ محدودیتونه دوام وکړي او اروپایي ټولنه خارجي سرچینو ته متکي پاتې شي، دا به د سیمې اقتصادي راتلونکي ته ستر ګواښ رامنځ ته کړي او د اروپایي هېوادونو تر منځ د ګډو اقتصادي او امنیتي پالیسیو په تطبیق کې به اختلاف رامنځ ته کړي.

نورد سټریم ۲ پروژه، چې پخوا د آلماني صنعت لپاره د انرژۍ مهمه سرچینه بلل کېده، اوس بنده شوې ده، او د بدیلو سرچینو موندل د آلمان پر اقتصاد دروند بار اچولی دی. لویدیځو رسنیو په تېرو کلونو کې څو ځله خبرداری ورکړی، چې بندیزونه پر تحریم کوونکو هېوادونو هم منفي اقتصادي اغېزې لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button