جرمني په ۲۰۲۵ کال کې د ۸۳ افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو پخلی وکړ

د جرمني چارواکو ویلي چې د ۲۰۲۵ کال په جریان کې به ۸۳ هغه افغان پناه غوښتونکي چې د جنايي دوسیو سره تړاو لري، له دې هېواده وشړل شي او افغانستان ته به ستانه شي.
د «بیلد» ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ راپور ورکړی چې په تازه پېښه کې یو افغان پناه غوښتونکی، چې د جرم په تور تورن و، د جمعې په ورځ افغانستان ته لېږدول شوی دی. ورځپاڼې د جرم د نوعیت او د لېږد د ځای په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
د جرمني د بهرنیانو د ثبت مرکز د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال د نومبر تر پایه نږدې ۱۱ زره او ۸۸۸ افغان پناه غوښتونکي په دغه هېواد کې ثبت دي، چې له قانوني پلوه باید جرمني پرېږدي.
الکساندر دوبریند، د جرمني د کورنیو چارو وزیر، «بیلد» ته ویلي چې د پناه غوښتونکو بېرته ستنول باید «حتا تر افغانستانه» هم ممکن وي. نوموړي زیاته کړې، هغه کسان چې په جرمني کې جرمونه کوي، باید دا هېواد پرېږدي او د جرمني حکومت دا تګلاره په عملي ډول پلي کوي.




