د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه

جرمني له پاکستانه د افغان کډوالو د ژر لېږد غوښتنه وکړه

د جرمني د بهرنيو چارو وزير يوهان واده‌فول وايي چې هغه افغان کډوال چې دا مهال په پاکستان کې مېشت دي، بايد ژر تر ژره جرمني ته ولېږدول شي. نوموړي ټینګار کړی چې د دغو کډوالو د لېږد بهیر بايد ژر بشپړ شي او دا موضوع د جرمني حکومت لپاره تر ټولو مهمه ده.

د جرمني د رسنيو د راپورونو له مخې، واده‌فول ويلي دي هغه افغانان چې مخکې جرمني ته د منلو رسمي ژمنه ورکړل شوې، بايد تر روان ميلادي کال پای ته رسېدو مخکې د ځانګړو الوتنو له لارې پاکستان نه جرمني ته انتقال شي.

د جرمني د بهرنيو چارو د وزير څرګندونې داسې مهال کېږي چې په زرګونو افغانان د طالبانو له واک نیولو وروسته اړ شول هېواد پرېږدي، او ډېر شمېر يې دا مهال په پاکستان کې د ناڅرګند قانوني او اقتصادي وضعيت سره مخ دي.

د بشري حقونو ادارو څو څو ځله خبرداری ورکړی چې د دغو کډوالو د لېږد او بيا مېشتېدو د پروسې ځنډ به د دوی لپاره امنيتي او انساني ګواښونه رامنځته کړي. دغه وضعیت يوازې د کوربه هېوادونو مسؤليت نه، بلکې د طالبانو د حکومت د پاليسيو او کړنو پايله هم ګڼل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button