د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه

جرمني: ۵۳۵ افغانان له پاکستانه د انتقال په تمه دي

د جرمني حکومت اعلان کړی چې دا مهال ۵۳۵ افغان وګړي چې له جرمني څخه يې د ژمنې سره د قبلېدو ضمانت ترلاسه کړی، په پاکستان کې دي او هڅې روانې دي څو دوی ژر تر ژره جرمني ته انتقال کړل شي. د جرمني چارواکي وايي، هدف دا دی چې د روان کال د دسمبر تر پایه ډېری دغه کسان جرمني ته ولېږدول شي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت د “جرمني د مدیرانو شبکې” رسنیز ګروپ ته ویلي، له دغو کسانو څخه ۴۶۰ تنه د فدرالي قبولیدو پروګرام لاندې شامل دي او ۷۵ تنه نور هغو افغانانو پورې تړاو لري چې د جرمني له محلي همکارانو څخه وو او دا مهال په پاکستان کې میشت دي. د ده په وینا، له پاکستاني چارواکو سره د دوی تماسونه روان دي څو دا بهیر ګړندی شي.

دوبرینت زیاته کړې چې د جرمني حکومت غواړي دا دوسیې هر څه ژر پای ته ورسېږي، خو کېدای شي ځینې فردي قضیې د نوي میلادي کال ته وځنډېږي. هغه ټینګار کړی چې د برلین لومړیتوب دا دی چې هغه کسان چې له حقوقي پلوه د قبولېدو مکلف ضمانت لري، ژر انتقال شي.

په همدې حال کې، د سه شنبې په ورځ یوه چارتر الوتنه د دغو افغانانو له ډلې ۱۶۰ تنه، چې د اسلام‌اباد کې د دوی دوسیې ارزول شوې وې، برلین ته انتقال کړل. دا اقدام په داسې حال کې ترسره کیږي چې پاکستان اعلان کړی چې د راتلونکي میلادي کال د جنورۍ له میاشتې وروسته، هغه افغانان چې د جرمني د قبول پروګرامونو کې پاتې وي، بېرته افغانستان ته استوي؛ کار چې له امله‌یې دا خلک له خطر سره مخامخېږي، ځکه افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له پراخې ناامنۍ او د بشري حقونو له جدي بحران سره مخ دی.

راپورونه ښيي چې له سپتمبر میاشتې تر دې دمه ۶۰۹ افغانان چې له جرمني یې د قبلېدو ژمنه ترلاسه کړې وه، د چارتر الوتنو له لارې جرمني ته رسېدلي دي. سره له دې، د جرمني حکومت ټینګار کړی چې یوازې هغه کسان انتقالېږي چې د قبولیدو وعدې یې حقوقي لازمیت ولري.

بلخوا، شاوخوا ۶۵۰ نور کسان چې د “د بشري حقونو لېست” او یو موقتي پروګرام په نوم Überbrückungsprogramm له لارې د قبولېدو وعدې ترلاسه کړې وې، تېرې اوونۍ نهیلي شول او منفي ځواب يې ترلاسه کړ. دا پرېکړه د جرمني د اوسني ائتلافي حکومت د پالیسۍ دوام دی. دغه حکومت چې د سوسیال دموکرات، مسیحي دموکرات او بایرن سوسیال مسیحي ګوندونو له ترکیب جوړ شوی، د مې میاشتې راهیسې د هغو افغانانو د قبول پروګرام بند کړی چې له خطر سره مخامخ وو.

د دغه ائتلاف په هوکړه‌لیک کې راغلي چې د فدرالي قبول داوطلبانه پروګرامونه، په شمول د افغانستان لپاره، تر ډېره ختمیږي او نوی پروګرام نه پېل کیږي. خو له دې سره سره، په وروستیو میاشتو کې یو شمېر دغه کسان او د دوی کورنۍ د حقوقي احتمالونو د تعقیب او محکمې ته د شکایت له لارې بریالي شوي چې ویزې ترلاسه او جرمني ته داخل شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button