په تهران کې د جنرال اکرامالدین سریع ترور

د باوري سرچينو په وينا، جنرال اکرامالدين سریع، چې د جمهوريت پر مهال د تخار ولايت د پوليسو پخوانی قوماندان و، د چهارشنبې پر ماښام په تهران ښار کې ترور شوی دی. دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې نوموړی د خپلې ورځنۍ دندې له پای ته رسېدو وروسته له دفتره د خپل استوګن ځای پر لور روان و.
سرچينې وايي، وسلهوالو کسانو د ده پر لاره برید وکړ چې په پايله کې جنرال سریع خپل ژوند له لاسه ورکړ. تر اوسه د برید د څرنګوالي، بريدګرو د هويت او يا د دغې پېښې د احتمالي انګيزې په اړه زيات جزئيات نه دي خپاره شوي.
د جنرال اکرامالدين سریع کورنۍ تر اوسه د دې پېښې په تړاو هېڅ غبرګون نه دی ښودلی. همدارنګه د پېښې سيمه ییزو مسئولينو هم تر اوسه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.
جنرال سریع د افغانستان په شمال ختيځ کې له پېژندل شويو امنيتي څېرو څخه و، چې د جمهوريت په دوره کې یې د تخار د پوليسو د قوماندان په توګه دنده ترسره کړې وه او د وروستيو سياسي بدلونونو وروسته یې افغانستان پرېيښی و.




