مهم خبرونهنړیوال

د غزې اوسېدونکي د ټرمپ د سولې طرحې ته خوشبین نه دي

الجزيرې ويلي چې د غزې سيمې اوسېدونکي د «د غزې د سولې هیئت» تر نوم لاندې د سولې له هغې طرحې سره خوشبين نه دي، چې د امريکا اوسنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړاندې کړې ده.

د راپور له مخې، فلسطينیان باور لري چې دا طرحه په داسې حال کې وړاندې کېږي چې هغوی له دوو کلونو زيات تاوتريخوالي او پراخو ويجاړۍ وروسته، لا هم د ورانۍ په منځ کې ژوند کوي او د اسرائيلو له پرله‌پسې بريدونو سره مخ دي.

د غزې اوسېدونکو الجزيرې ته ويلي چې د پخوانیو طرحو او نوښتونو تجربې د دوی هیله په هر هغه نوي پلان کې، چې په ميداني حالت کې واقعي بدلون را نه ولي، ډېره راټيټه کړې ده.

راپور زیاته کړې چې د امنیت نشتوالی، د ښاري زيربناوو ويجاړېدل، او د انساني کړاوونو دوام سبب شوی چې د غزې ډېری خلک د بهرنیو سياسي طرحو په اړه دا باور وکړي، چې دغه طرحې له دوی د ورځني ژوند له واقعي حالاتو څخه لرې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button