د غزې بیارغونې لپاره طرحې د حماس د وسلو تسلیمۍ شرط لري

اکونومیست مجلې په خپل تازه راپور کې ویلي چې د غزې د نوار بیارغونې طرحې له بنبسته سره مخ شوې دي، ځکه چې نړیواله ټولنه دا طرحې له حماس او نورو فلسطیني مقاومت ډلو څخه د وسلو سپارلو سره مشروطې کړې دي.
دغه راپور زیاتوي چې اسراییل، د امریکا او ځینو اروپایي هېوادونو په ملاتړ، د غزې د جګړه ځپلو سیمو بیارغونه د مقاومت پر ډلو د فشار وسیله ګرځولې ده. مصر او یو شمېر نورو عربو هېوادونو هم د ترمیم او نوسازۍ طرحې وړاندې کړې دي، خو د اسراییلو له توافق پرته، یو هم عملي شوې نه ده.
په داسې حال کې چې له ۶۰ سلنه ډېر خلک د غزې له نواره بېځایه شوي او سلګونه زره کورونه او زیربناوې ویجاړې شوې دي، خلک لا هم له بنسټیزو خدماتو بېبرخې دي او په بحراني وضعیت کې ژوند کوي. د ملګرو ملتونو ارزونې ښيي چې تر درېیمو ډېری سړکونه زیانمن شوي او د کرنیزو ځمکو او اوبو سرچینو لویه برخه له منځه تللې ده.
اکونومیست همداراز د ځینو طرحو یادونه کړې چې د امریکا اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ او یو شمېر اسراییلي پانګهوالو وړاندې کړي، لکه د غزې په یوه ساحلي تفریحي سیمه بدلول یا د ټکنالوژۍ فابریکې جوړول. خو د مصر ابتکار چې غزه په څو پړاوونو کې بیا رغوي، په عرب نړۍ کې زیات ملاتړ تر لاسه کړی.
د مصر له مخې، باید لومړی د جګړې له امله ۶۰ میلیونه ټنه شړل شوی ملبه پاکه شي، خو د کورونو او خدماتو د جوړولو راتلونکي پړاوونه لږ تر لږه ۴.۵ کاله وخت غواړي، او د مصر له لارې د ساختماني موادو د لېږد اجازه باید اسراییل ورکړي، کوم چې تر اوسه نه ده عملي شوې.
اکونومیست خبرداری ورکړی چې د ۵۳ څخه تر ۷۰ میلیاردو ډالرو پورې اټکل شوې بیارغونې مالي سرچینې به یوازې هغه مهال برابر شي چې حماس وسلې تسلیم کړي او یوه دوامداره اوربند رامنځته شي. دا شرطونه د غزې د سیاسي او جغرافیایي راتلونکي په اړه جدي اندېښنې راولاړوي.
ځیني امریکایي او اسراییلي چارواکو وړاندیز کړی چې د بېځایه شوو فلسطینیانو لپاره په هغو ځمکو چې د اسراییلو تر کنټرول لاندې دي، موقتي کورونه جوړ شي؛ خو دا طرحه د عربو هېوادونو له سخت مخالفت سره مخ شوې او دا اندېښنه هم شته چې د فلسطینایانو د سیمو دايمي سرحدونه به بدل شي. دا وړاندیز د افغانستان او ویتنام په څېر هېوادونو کې د ناکامو تګلارو یادونه کوي.




