مهم خبرونهنړیوال

په غزه کې د بارانونو له امله ۱۷ کورونه بشپړ نړېدلي

د غزې دفاع مدني ویاند وایي چې د بارانونو له پیل راهیسې په دې سیمه کې لږ تر لږه ۱۷ کورونه په بشپړ ډول نړېدلي او دا وضعیت د زرګونو اوسېدونکو ژوند له جدي خطر سره مخ کړی دی.

محمود بصل له رسنیو سره په خبرو کې زیاته کړه، چې له دې سربېره، له ۹۰ زیات نور ودانۍ هم په ډېر خراب وضعیت کې دي، چې هره شیبه د نسکورېدو امکان لري. هغه وویل دا وضعیت د زرګونو فلسطیني وګړو ژوند ته مستقیم ګواښ پېښوي.

د دفاع مدني د دغې چارواکي په وینا، بارانونو او سېلابونو له امله له ۹۰ څخه زیات موقتي استوګنځي هم اوبه ځپلي دي. د غزې په بېلابېلو برخو کې د ګڼو کورنیو خېمې زیانمنې شوي یا په بشپړ ډول ډوبې شوي دي، او زرهاؤ کورنۍ له خپلو موقتي سرپناهونو بې‌برخې شوې دي.

بصل د بشري ناورین پر شدت په ټینګار سره وویل، چې له دې وضعیت راهیسې نږدې پنځه زره بېړنۍ اړیکې د دفاع مدني له خوا ثبت شوي دي. هغه زیاته کړه چې ځینې کورنۍ شپه د هېڅ امن ځای پرته تېروي.

د غزې د دفاع مدني ویاند همداراز وویل، چې د سړې هوا له امله ۱۷ تنه، چې په کې څلور ماشومان هم دي، وژل شوي او ځینې نور د ودانیو د نړېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د غزې د اوسېدونکو د عاجلې مرستې لپاره بېړني اقدامات وکړي او د دوی بشري اړتیاوې پوره کړي. بصل ټینګار وکړ چې د بیارغونې بهیر ژر تر ژره پیل او د امن سرپناه برابرول د غزې د اوسېدونکو د ژوند او بشري کرامت د خوندي کولو لپاره یوه سمدستي اړتیا ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button