د فلسطين د احصايې مرکز: د غزې نفوس له لس سلنې څخه زيات کم شوی

د فلسطين د احصايې مرکز اعلان کړی چې د جګړې، پراخو وژنو او جبري بېځايهتوبونو له امله د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې د غزې د نفوس شمېر لس اعشاريه شپږ سلنه راکم شوی دی. دغه کمښت، د دې ادارې په وینا، د فلسطين د وګړو په شمېرني جوړښت ژور او اوږدمهاله اغېزونه لري.
د دې مرکز د ۲۰۲۵ کال د پای نېټې مفصل راپور څرګندوي چې د غزې وروستۍ احصايې د يوه بېسارې انساني او شمېرني ناورين انځور وړاندې کوي. شمېرې ښيي چې له جګړې دمخه د شاوخوا ۲.۲ ميليونه نفوس څخه نږدې ۱۰۰ زره کسان دې سيمې پرېښي او شاوخوا دوه ميليونه تنه لږ تر لږه يو ځل له خپلو کورونو څخه بېځايه شوي دي.
د فلسطين د روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، له ۷ اکتوبر ۲۰۲۳ نېټې راهيسې د اسرائيلو د بريدونو له پيل څخه د فلسطينیانو د وژل شويو شمېر له ۷۲ زرو څخه اوښتی، چې ۹۸ سلنه يې د غزې اوسېدونکي دي. دا شمېرې د اسرائيلو او فلسطين تر منځ د شخړو په تاريخ کې د بشري تلفاتو تر ټولو لوړه کچه بلل شوې ده.
د فلسطين د احصايې مرکز وايي، د پراخو تلفاتو او بېځايهتوب له امله د غزې نفوس شاوخوا ۲۵۴ زره کسانو ته راټيټ شوی او اوس ۲.۱۳ ميليونه ته رسېږي. ټولټال د ۲۰۲۵ کال تر پای پورې د فلسطين د نفوس شمېر نږدې ۵.۵۶ ميليونه اټکل شوی چې ۳.۴۳ ميليونه يې د لويديځې غاړې په سيمه کې ژوند کوي.
راپور زياتوي چې د غزې د عامه خدماتو وضعيت “نږدې بشپړه توګه ړنګ شوی” دی. د نړيوالې روغتيا سازمان د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۹۴ سلنه روغتيايي مرکزونه او روغتونونه زيانمن يا ويجاړ شوي، او يوازې ۱۹ روغتونونه په ډېره محدوده ظرفيت سره فعال دي. د درملو او طبي تجهيزاتو کمښت، د روغتيايي کارکوونکو ستړيا او د سون توکو پرلهپسې پرېکون د روغتيايي کړکېچ د ژورتيا لامل شوی دی.
رسمي شمېرې ښيي چې نږدې ۶۰ زره اميدواره مېرمنې د روغتيايي خدمتونو د سخت محدوديت له امله له جدي خطرونو سره مخ دي. همدارنګه له ۷۰ سلنه زيات اوسېدونکي د ککړو يا ناامنو څښاکي اوبو ته لاسرسی لري، او ۹۶ سلنه کورنۍ د اوبو د سرچينو د ناامنۍ له امله ځورېږي.
د زدهکړو په برخه کې هم حالت اندېښمن بلل شوی دی. له ۱۷۹ زيات دولتي ښوونځي په بشپړه توګه وران شوي او ۲۱۸ نور ښوونځي بمبارد يا سخت زيانمن شوي دي، چې دا حالت د سلګونو زرو فلسطيني ماشومانو د زدهکړو راتلونکی له جدي ابهام سره مخ کړی دی.




