مهم خبرونهنړیوال

د غزې د روغتيا چارواکی: د درملو کمښت د فاجعې کچې ته رسېدلی

يو لوړپوړي روغتيايي چارواکي په غزه کې خبرداری ورکړی چې د درملو د کمښت بحران بې‌ساري کچې ته رسېدلی او آن د جګړې د تر ټولو سختو ورځو څخه هم شديد شوی دی؛ هغه وضعيت چې د ده په وينا، د زرګونو ناروغانو ژوند ته جدي ګواښ متوجه کړی، په ځانګړي ډول د هغو کسانو چې پر مزمنو ناروغيو اخته دي.

ډاکټر علاء حلس، چې د غزې د روغتيا وزارت د درملو د څارنې رئيس دی، وويل چې د درملو د کمښت کچه دا مهال د تېرو دوو کلونو په پرتله تر ټولو لوړه ده. ده زياته کړه چې د سرطان، زړه او پښتورګو ناروغان تر ټولو ډېر اغېزمن شوي او د درملنې له اساسي او حياتي خدماتو څخه يې لاسرسی په جدي ډول محدود شوی دی.

د دغه روغتيايي چارواکي په وينا، د درملو او طبي وسايلو بې‌ساري کمښت د غزې روغتيايي نظام له عملي سقوط سره مخ کړی دی. حلس ټينګار وکړ چې لا هم د طبي تجهيزاتو او تخصصي درملنې ډلو د داخلېدو مخه نيول کېږي، چې دا چاره د روغتيايي مرکزونو او کارکوونکو ستونزې دوه برابره کړې دي.

ده زياته کړه چې د اساسي او حياتي درملو لویه برخه بشپړه ختمه شوې او دا حالت روغتونونه د لومړنيو او عاجلو خدماتو له وړاندې کولو بې‌وسي کړي دي. د ده په وينا، ډېر روغتونونه نور د ناروغانو پر فوري اړتياوو د ځواب ورکولو توان نه لري.

د غزې د درملو د څارنې رئيس وويل چې د دغه کمښت له امله په ډېرو روغتيايي مرکزونو کې د عملياتو خونې او د ځانګړې پاملرنې څانګې يا تړل شوي يا هم په سخت محدود ډول فعالې دي. همدارنګه پرمختللې جراحي عمليات، په ځانګړي ډول د زړه د خلاصېدو جراحي او د ارتوپيدي ډېری تخصصي جراحي، اوس نه تر سره کېږي، او د سرطان، وينې ناروغيو او ډيالېز خدمتونه هم په څرګنده توګه راکم شوي دي.

حلس د درملو، طبي وسايلو او تخصصي ټيمونو د نه داخلېدو دوام د غزې د خلکو پر ضد “غيرمستقيم وژنه” وبلله او خبرداری يې ورکړ چې د ناروغانو د وضعيت خرابوالی په ځينو مواردو کې د هغوی د مړينې سبب کېدای شي.

دغه روغتيايي چارواکي په پای کې ټينګار وکړ چې د درملو د کمښت بحران له يوې روغتيايي ستونزې تېر شوی او اوس يوه بشپړه انساني فاجعه ګرځېدلې ده. نوموړي له نړيوالو سازمانونو، په ځانګړي ډول له د روغتيا نړيوال سازمان او د سره صليب له نړيوالې کمېټې وغوښتل چې د غزې د روغتيايي نظام د بشپړې ورانۍ د مخنيوي او د ناروغانو د ژغورنې لپاره عاجل عملي ګامونه واخلي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button