په غزه کې د کورونو نړېدو له امله ۲۰ کسان مړه شوي

د غزې د ملکي دفاع ادارې ویلي چې د روانې میاشت له پیل راهیسې لږ تر لږه ۲۰ تنه د ۲۲ ویجاړ شوو او د اوسېدو له پاره نا مناسب کورونو د نړېدو له امله مړه شوي دي. دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې ده چې د اسرائیلو هوايي بریدونه او د استوګنې د زېر بنسټونو ویجاړتیا دوام لري.
د ځایي سرچینو د راپور له مخې، د اسرائیلو پوځي هیلیکوپترونو څو ساعته مخکې د جنوبي غزې پټې کې د رفح ښار په شمال کې پر فلسطیني سیمو بریدونه او ډزې بیا پیل کړې دي. دغه بریدونه د غزې د منځنۍ برخې د البریج او المغازي په ختیځ کې هم ترسره شوي دي.
په ورته وخت کې، د اسرائیلو پوځ د غزې ښار په ختیځ کې د الزیتون ناحیې په ختیځ کې پراخ تخریبي عملیات روان کړي دي. د دغه هېواد جنګي الوتکو هم څو ځلې پر رفح ښار هوايي بریدونه کړي او د جنوبي غزې پټې په خان یونس ختیځ سیمه کې هم جګړه روانه ده. تر دې دمه د دغو بریدونو د احتمالي تلفاتو په اړه کوم راپور نه دی خپور شوی.
د غزې د ملکي دفاع اداره په خپل بیان کې له هغو خلکو چې په د اوسېدو له پاره نا مناسب کورونو کې ژوند کوي، غوښتنه وکړه چې دا کورونه پرېږدي او د امنیتي ډلو لارښوونې عملي کړي. دا خبرداری په داسې حال کې ورکړل شوی چې د خرابو هوايي شرایطو له امله ډېرې بېځایه شوې کورنۍ په خېمو کې ژوند نه شي کولی، او د وروستیو طوفانونو او بارانونو له امله د دوی ګڼې خېمې هم له منځه تللې دي؛ یوه دغه ډول وضعه چې د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.




