مهم خبرونهنړیوال

د غزې د روغتيا وزارت: د اسرائيل د بريدونو قربانيان له ۷۲ زرو واوښتل

د فلسطين د روغتيا وزارت په غزه کې وايي چې د اسرائيلي پوځ د بريدونو له امله، له ۲۰۲۳ د اکتوبر له اوومې تر اوسه، ۷۲ زره او ۲۷ کسان وژل شوي او ۱۷۱ زره او ۶۵۱ نور ټپيان دي.

په تازه اعلاميه کې ويل شوي چې يوازې په وروستيو ساعتونو کې د دوو قربانيانو مړي روغتيايي مرکزونو ته لېږدول شوي او ۲۵ نور کسان هم د بريدونو پر مهال ژوبل شوي دي. د روغتيايي چارواکو په وينا، پر روغتونونو او طبي کارکوونکو فشار لا هم دوام لري.

د غزې د روغتيا وزارت خبرداری ورکړی چې لا هم زرګونه اوسېدونکي ورکې دي، او اټکل کېږي چې ډېری یې د ويجاړ شويو ودانيو تر نړدو لاندې بند پاتې وي؛ يو حالت چې د ژغورنې او درملنې بهير له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

د همدې راپور له مخې، له هغه وخته چې د ۲۰۲۵ د اکتوبر په ۱۱مه د اوربند اعلان شوی، لږ تر لږه ۵۷۶ کسان وژل شوي او ۱،۵۴۳ نور ټپيان دي. همداراز، په دې موده کې د ۷۱۷ نورو قربانيانو مړي له نړدو څخه را ايستل شوي دي. روغتيايي ادارې وايي دا شمېرې د جګړې د مرګ‌ژوبلې د دوام او د ملکي وګړو د خونديتوب د ناکامو هڅو څرګندونه کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button