د غزې چارواکي: د لارو تړل د مرستو زرګونو لاريو ننوتل بند کړي

د غزې يو دولتي چارواکي اعلان وکړ، چې په ۲۰۲۵ کال کې د تګ راتګ لارو تړل د بشردوستانه مرستو او سون توکو د داخلېدو بهير په پراخه کچه ګډوډ کړی او د دې سيمې د اوسېدونکو پر ژوند يې ژور اغېز کړی دی.
اسماعيل الثوابته، د غزې د دولتي اطلاعاتو د دفتر رييس، ويلي دي چې د غزې تګلارې ټولټال ۲۲۰ ورځې په بشپړ ډول بندې وې او د همدې امله شاوخوا ۱۳۲ زره لارۍ چې بشردوستانه مرستې يې انتقالولې، د ننوتلو اجازه نه ده ترلاسه کړې. د نوموړي په وينا، دغو محدوديتونو د خلکو لاسرسی د خوړو، درملو او بنسټيزو اړتياوو ته سخت کم کړی دی.
د الثوابته د معلوماتو له مخې، له ۱۸ زره او ۲۵۰ د سون توکو لاریو څخه — چې پکې ډيزل او د پخلي ګاز شامل وو او د پلان له مخې بايد غزې ته داخل شوې وای — يوازې ۱،۴۶۰ لاریو ته د تېرېدو اجازه ورکړل شوې ده. دا حالت د روغتيايي، خدماتي او بشردوستانه مرکزونو د فعاليتونو لپاره جدي ستونزې رامنځته کړې دي.
نوموړي زياته کړه، چې په دغو شرايطو کې له ۴۰ زيات خيريه پخلنځي او ۵۰ د مرستو د وېش مرکزونه په نښه شوي او په پايله کې ۵۰۰ د امداد کارکوونکي او رضا کاران وژل شوي دي. دا موضوع د بشردوستانه کارکوونکو د خوندیتوب په اړه پراخ غبرګونونه راپورته کړي دي.
بل لور ته، په غزه کې طبي سرچينو د شفا روغتون د درملنې وسايلو له سخت کمښت څخه خبر ورکړی. د دغو سرچينو په وينا، د «ايم ار آي» دستګاه نشتوالی — چې د وروستي جګړې پرمهال د تجهيزاتو د پراخ تخريب له امله رامنځته شوی — د ناروغيو او داخلي ټپونو د تشخيص بهير له جدي ستونزو سره مخ کړی، چې ناروغان اوږده انتظارونو ته يا له بشپړو تشخيصي خدمتونو څخه د محروميت له خطر سره مخ کړي دي.




