په بلخ ولايت کې له ګازي بخاريونو د خطر ډېرېدو اندېښنه زياته شوې

د بلخ ولايت له سړې هوا سره هممهاله، د ګازي بخاريونو له امله د پېښو د زياتېدو په اړه اندېښنې بيا زياتې شوې دي. د مزارشريف ښار اوسېدونکي وايي، تېر کال هم څو تنه د ګاز له امله مړه شول.
حکمتالله، د دې ښار یوه اوسېدونکی، وايي چې د طالبانو اداره بايد د رسنيو او خپرونو له لارې خلک د دغه بخاريونو د خطرونو په اړه خبر کړي څو د مرګوني پېښو مخنیوی وشي. محمد احسان شریفي، بل مزارشریف مېشتی، وايي که عامه پوهاوی زیات شي او د اخطارونو لپاره بنرونه چاپ شي، خلک به پاک او خوندي سوند ته مخه کړي.
له دې سره هممهاله، د برېښنايي او ګازي وسایلو پلورونکي له خلکو غواړي چې د ګازي بخاریو د استعمال پر مهال د خوندیتوب لارښوونو ته پاملرنه وکړي او له هغو وسایلو کار واخلي چې د کیفیت نښه لري. عبدالتواب، د مزار شریف یو پلورونکی، وایي که احتیاط و نه شي، ګازي بخارۍ کولی شي د کورنیو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.
د بلخ د عامې روغتیا ریاست مسؤلین هم اندېښنه څرګندوي او ټينګار کوي چې ګازي بخارۍ له فضا څخه اکسیجن کموي او د سرګرځېدو، کانګي، بېهوشۍ او حتی ناڅاپي مړینې لامل ګرځي. د دې ریاست ویاند کمالخان ځدراڼ له رسنیو غوښتي چې د عامه پوهاوي په برخه کې مرسته وکړي او خلک خوندي بخاریو ته وهڅوي.
ډاکټر عبدالقدیر رحماني، په مزار شریف کې، خبرداری ورکړی چې د ګازي بخاریو کاروونکي باید یو کړکۍ یا د خونې دروازه خلاصه پرېږدي څو د هوا جریان بند نه شي او د خفګان احتمال کم شي.
راپورونه ښيي چې تېر کال په بلخ کې لږ تر لږه شپږ د ګازي بخاریو له امله د مسمومیت پېښې ثبت شوې وې او په ځینو نورو ولایتونو کې هم ورته پېښې شوې وې چې یو شمېر خلک د اکسیجن د کموالي له امله مړه شوي دي.




