مهم خبرونهنړیوال

د فرانسې د چپ ګوند مرکزي دفتر د بم ګواښ له امله تخلیه شو

د «فرانسه تسليم‌ناپذير» په نوم د چپ‌کره ګوند ويلي چې د دغه ګوند مرکزي دفتر په پلازمېنه پاريس کې د بم‌ايښودنې له يو ګواښ وروسته تخليه شوی دی. د خپرو شوو راپورونو له مخې، دا پرېکړه د ګوند د کارکوونکو او غړو د امنيت د خوندي کولو په موخه ترسره شوې ده.

د خبري سرچينو د راپورونو له مخې، له ګواښ وروسته امنيتي ځواکونه سيمې ته ورسېدل او ودانۍ يې تخليه کړه. تر دې دمه د ګواښ د نوعيت او د امنيتي پلټنو د پايلو په اړه نور جزئيات نه دي خپاره شوي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د فرانسې سياسي فضا په وروستيو اوونيو کې د چپ او ښيپالو ترمنځ د تنش د زياتېدو شاهد دی. تر دې وړاندې، د يو زده‌کوونکي پر وړاندې بريد چې د هغه د مرګ لامل شو، پراخ غبرګونونه پارولي وو.

له هغې پېښې وروسته، ځينو ښي‌پالو ډلو د «فرانسه تسليم‌ناپذير» ګوند د دې وژنې په تور تورن کړی، يوه ادعا چې د فرانسې په سياسي فضا کې ګرمه موضوع ګرځېدلې ده. خو تر اوسه د دې تنشونو او وروستي ګواښ ترمنځ د احتمالي تړاو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button