مهم خبرونهنړیوال

د «ازادي» او «صمود» بېړۍ د غزې پر لور د سلګونو کښتیو په ګډون روانېږي

د «ازادي» او «صمود» بېړيو مشرانو اعلان کړی چې دواړه به د يوې ګډې او همغږې هڅې په ترڅ کې د اپرېل په ۱۲مه له مديترانې سمندرګي څخه د غزې تړانګې پر لور د سل څخه زياتې بېړۍ او کښتۍ واستوي. دا اقدام د هغو سمندري هڅو دوام دی چې د غزې د کلابندۍ د ماتولو لپاره تنظيم شوي دي.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو له مخې، د دې سمندري کارزار تنظيموونکو ويلي چې ضد کلابندۍ نوښتونه اوس يو نوي پړاو ته داخل شوي او هدف يې د هغو بېړيو د فعاليتونو يو موټی کول دي چې تر دې مخکې يې جلا جلا حرکت کاوه.

په تېرو کلونو کې، هر يوه له دې بېړيو څخه به خپلواکې بېړۍ او کښتۍ د غزې پر لور لېږلې. ځينې له دغو ماموريتونو سره د مديترانې په اوبو کې د اسرایيلي ځواکونو د مخنيوي او نيولو پېښې هم شوې وې.

غزه چې د مديترانې سمندرګي ختيځ غاړې ته موقعيت لري، له کلونو راهيسې له سختو ځمکنيو او سمندري محدوديتونو سره مخ ده. د دې سمندري حرکت تنظيموونکي وايي، د دوی موخه د نړۍ پام د دغې سيمې انساني وضعيت ته را اړول دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button