د فرانسې پخواني پوځي مشر: اوکراين به پوځي بريا ترلاسه نه کړي

د فرانسې د پوځ د ګډو ستاد پخواني مشر پير دو ويليه ويلي چې د اوکراين جګړه پوځي حل نه لري او کيېف نه شي کولای په جګړه کې پر روسيې بريا ترلاسه کړي. د هغه په وينا، اوسنی حالت دې ته اړتیا لري چې د جګړې ښکېلې خواوې د عادلانه سولې بهير ته مخه وکړي.
پير دو ويليه په خپلو خبرو کې ټینګار کړی چې د روسيې او اوکراين ترمنځ سرحدي اختلافونه بايد د خبرو او سياسي مذاکراتو له لارې حل شي، نه د پوځي جګړې په دوام چې له انساني او امنيتي پلوه لويې قربانۍ لري.
هغه دا هم وويل چې د اوکراين لپاره د کافي امنيتي تضمينونو برابرول اړين دي، ځکه پرته له دغو تضمينونو، د جګړې د بيا پيل خطر به لا هم موجود وي.
دا پخواني فرانسوي پوځي چارواکي هيله څرګنده کړه چې د سولې خبرې بريالۍ شي او زياته يې کړه چې د تېر وخت تجربې ښيي هېڅ دايمي پوځي حل د دې بحران لپاره شونی نه دی.
بلخوا، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين هم مخکې ويلي چې مسکو به د هر هغه تړون درناوی وکړي چې د جګړې پاى ته رسېدو سبب شي او د دواړو لوريو لپاره د امنيتي تضمينونو برابرول د سولې د ترلاسه کولو اساسي شرط بولي.




