امنیت او پېښېمهم خبرونه

په خيبر ولسوالۍ کې د څلورو کسانو مړي موندل شوي

نن سهار د پاکستان د خيبرپښتونخوا ايالت د خيبر ولسوالۍ په قمبرخېل سيمه کې د څلورو کسانو مړي موندل شوي دي. د سيمې اوسېدونکي وايي، دغه مړي د سيمې په يوه برخه کې ليدل شوي او موضوع د پاکستان امنيتي ادارو ته خبر شوې ده.

د لومړنيو معلوماتو له مخې، دا څلور کسان د ډزو په نتيجه کې وژل شوي دي. خو تر دې دمه د قربانيانو هويت د اړوندو ادارو له خوا په رسمي ډول نه دی اعلان شوی.

د پاکستان امنيتي چارواکو د پېښې د نورو جزئياتو په اړه څرګندونې نه دي کړې او لا تر اوسه روښانه نه ده چې دا کسان د کومې ډلې يا سيمې وو. همدارنګه، تر اوسه هېڅ ډلې د دې پېښې مسووليت نه دی منلی.

د پېښې انګېزه تر اوسه معلومه نه ده او د پاکستان امنيتي ادارې لا هم د موضوع د روښانتيا لپاره خپلې پلټنې روانې لري. د خيبر سيمه تر دې وړاندې هم په تيرو کلونو کې کله نا کله د امنيتي پېښو شاهد پاتې شوې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button