امنیت او پېښېمهم خبرونه

په لغمان کې د نشه‌يي موادو د قاچاق په تور څلور کسان نیول شوي

د لغمان د امنیه قوماندانۍ مسوولینو ویلي چې څلور کسان د نشه‌يي موادو د پېر، پلور او قاچاق په تور د جلا جلا عملیاتو پر مهال د دې ولایت په مرکز او د الینګر ولسوالۍ کې نیول شوي دي.

په د یادې ادارې له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه کسان د مهترلام ښار او د الینګر ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې د طالبانو د امنیتي ځواکونو د ځانګړو عملیاتو پر مهال نیول شوي دي.

د مسوولینو په وینا، له نیول شویو کسانو څخه ۱۱ ګرامه شیشه، ۱۳ ګرامه چرس، ۱۲ د «کا» او «زیکپ» ټابلېټونه، ۳ ګرامه هیروئین او یو سمارټ‌فون ترلاسه شوی دی.

د لغمان امنیه قوماندانۍ زیاته کړې چې نیول شوي کسان د لومړنیو څېړنو لاندې دي او ټاکل شوې چې له بشپړو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ادارو ته معرفي شي. خو تر اوسه د طالبانو له لوري د څېړنو د شفافیت د بهیر او د تورنو کسانو د حقونو د تضمین په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button