د طالبانو پخواني چارواکي: پر بهرنيو تکيه افغانستان بېثباته کړې ده

صلاحالدین سالار، چې د طالبانو د دفاع وزارت د استخباراتو پخوانی مرستیال دی، د افغانستان د تاريخي تجربو ته په اشارې سره وويل چې پر بهرنيو تکيه کول هېڅکله د هېواد لپاره دوامدار استقلال، ثبات او هوسايي نه ده رامنځته کړې.
هغه څرګنده کړه چې بهرني قدرتونه تل د افغانستان په تړاو خپلو ګټو ته لومړيتوب ورکړی، نه د دې هېواد د خلکو ګټو ته. د سالار په وينا، هرکله چې د افغانستان برخليک له بهرنیو پرېکړو سره تړلی وي، پایله يې د واکمنۍ کمزوري، د کورنيو اختلافونو زياتوالی او ملي حاکميت ته زيان رسېدل دي.
دغه د طالبانو د ادارې پخواني چارواکي ټينګار وکړ چې بايد يو ځواکمن او ټولګډ حکومت رامنځته شي؛ هغه حکومت چې د ده په وينا د افغانستان د ټولو قومونو، ډلو او وګړو استازيتوب وکړي او هېڅ ټولنیز قشر له واک جوړښت څخه بهر پاتې نه شي.
خو دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو منتقدان په وار وار دا اداره د واک د انحصار، سياسي حذف او د خلکو د ارادې د نه پاملرنې په تورونو تورنه کړې ده. منتقدان وايي تر هغې چې د خلکو رښتيني ګډون، سياسي شموليت او عملي حسابورکونه تضمين نه شي، د استقلال او مشروعيت ټينګار به له شعاره هاخوا عملي بڼه و نه مومي.




