د پاکستان پخواني استازي د کابل او اسلاماباد ترمنځ د خبرو غوښتنه وکړه

آصف دراني، چې د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی دی، د نوي عيسوي کال تر پیل مخکې ټینګار کړی چې افغانستان او پاکستان د ورونو هېوادونه دي او د شتو ستونزو د حل لپاره بايد د خبرو او همکارۍ لاره خپله کړي.
نوموړي ويلي، د سيمې ثبات نېغ په نېغه د کابل او اسلاماباد د اړيکو له ډول سره تړاو لري او د اختلافونو حل د تفاهم له لارې، د تقابل پر ځای، يو بنسټيزه اړتيا ده.
دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي چې په افغانستان کې نوي دريځونه رامنځته شوي؛ سراجالدين حقاني، د طالبانو ادارې د کورنيو چارو سرپرست وزير، او همدارنګه ذبيحالله مجاهد، د دغې ادارې وياند، په جلا خبرو کې له پاکستان سره د نرموالي او د اړيکو د بيا رغولو د هڅو يادونه کړې ده.
خو دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې په تېرو مياشتو کې د دواړو لوريو اړيکې د ډيورنډ فرضي کرښې پر اوږدو د تاوتريخوالو او په ځانګړي ډول په کابل او ولايتونو کې د ځينو سيمو د هدف ګرځېدو له امله په څرګند ډول خرابې شوې وې.
ځينې سياسي شننونکي باور لري، د دې ډول څرګندونو دوام ښايي د تاوتريخوالي د کمولو او د طالبانو ادارې او اسلاماباد ترمنځ د اړيکو د بيا رغولو لپاره يو احتياطناک ګام وي؛ يو بهير چې برياليتوب يې د شفافيت، عملي ژمنتيا او د امنيتي او انساني اندېښنو په وړاندې د ځوابويونکې چلند له شتون سره تړاو لري.




