د خوست پخواني والي: بگرام امريکا ته سپارل د افغانستان په ګټه دي

حلیم فدایي، چې د جمهوري نظام پر مهال د خوست والي و، ويلي چې د بگرام اډې قانوني سپارل امريکا ته د افغانستان د خلکو په ګټه تمامېدای شي او د يوه مهم نړيوال شراکت بنسټ کېښودلی شي.
نوموړي خبرداری ورکړی چې که امريکا او افغانستان د بگرام په اړه هوکړې ته و نه رسېږي، دا تشه به ژر د پاکستان له لوري ډکه شي، چې د ده په وينا، دا حالت به د افغانستان لپاره يوه ستره سياسي او امنيتي موقع له منځه يوسي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي چې زلمي خليلزاد، د افغانستان لپاره د امريکا پخواني د سولې استازي، په يوه تازه مرکه کې ويلي چې له طالبانو سره د بگرام او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه د هوکړې امکان شته. هغه ټينګار کړی چې طالبان په دوحه خبرو کې هم په لومړيو کې ځينې موارد نه منل، خو وروسته له خبرو اترو وروسته يې د پېچلو موضوعاتو د حل تابيا وکړه.
بگرام چې د پروان ولايت په مرکز کې موقعيت لري، د امريکايي ځواکونو تر ټولو ستره او مهمه پوځي اډه وه. له ۲۰۲۱ ميلادي کال وروسته، د راپورونو له مخې، دا اډه له بهرنيو، په ځانګړي ډول امريکايي ځواکونو خالي شوه.
سره له دې، د طالبانو اداره تر اوسه پر خپلې تګلارې ولاړه ده چې بگرام امريکا ته نه سپاري، داسې دريځ چې د يو شمېر څېړونکو په باور، افغانستان له نړيوالې ټولنې سره د رغنده تعامل څخه ليرې کوي او اوږدمهاله سياسي او امنيتي پايلې به ولري.




