په جوزجان کې د ملي حرکت پخوانی قومندان وژل شوی

سيمهييزې سرچينې د جوزجان ولايت د خواجهدوکوه ولسوالۍ څخه وايي چې د طالبانو ځواکونو «يوسف قومندان»، چې د مارشال عبدالرشيد دوستم له پخوانيو قومندانانو څخه و، د يوې واده غونډې څخه راوايستی او په سر يې ډز کړی چې له امله يې وژل شوی دی.
د دغو سرچينو په وينا، دا پېښه د چهارشنبې په شپه، د جدی په ۱۷مه، د خواجهدوکوه ولسوالۍ په يوه سيمه کې رامنځته شوې ده، هغه ځای چې يوسف قومندان د خپلو خپلوانو د واده د ګډون لپاره ورغلی و.
سيمهييزو سرچينو زياته کړې چې يوسف قومندان شاوخوا لس ورځې مخکې د طالبانو د ادارې له زندان څخه خوشې شوی و او له هغې وروسته له ايران څخه افغانستان ته رالېږل شوی و. د طالبانو چارواکو د هغه د نيول کېدو او خوشې کېدو علتونه نهدي څرګند کړي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د طالبانو د ادارې د پخوانيو پوځی شخصيتونو سره د زور زياتي او له قضايي چوکاټ څخه د باندې چلند په اړه اندېښنې زياتې شوې دي. تر دې مخکې هم راپورونه ورکړل شوي وو چې طالبانو په شبرغان ښار کې پر «شير قومندان» چې د ملي حرکت د ګوند له پخوانيو قومندانانو څخه و، بريد کړی و، خو هغه له دې بريد څخه روغ وتلی و.




