په ایران کې د غور د پخواني استازي کرامالدین رضا زاده پر موټر ډزې شوې

کرامالدین رضا زاده، د افغانستان د پارلمان پخوانی استازی د غور ولایت څخه، د سهشنبې ماښام د حوت پنځمه نېټه، په ایران کې د کرج ښار د محمدشهر په سیمه کې د وسلهوالو د ډزو له امله ټپي شوی دی. سرچینو تأیید کړې چې دا پېښه د ماسپښین شاوخوا څلور بجې رامنځته شوې ده.
د سرچینو په وینا، دوو موتورسايکل سپرو کسانو پر رضا زاده ډزې وکړې، چې په پایله کې یوه مرمۍ د ده چپ لاس ته لګېدلې ده. سرچینې زیاتوي، بریدکوونکو د هغه د زړه نښه نیولې وه، خو مرمۍ یادې برخې ته نه ده لګېدلې.
رضا زاده له پېښې وروسته نږدې روغتون ته انتقال شو. د لومړنۍ درملنې له ترلاسه کولو وروسته بېرته رخصت شوی او د هغه روغتیایي حالت د ډاډ وړ بلل شوی دی.
په وروستیو کلونو کې، په ایران کې د افغانستان یو شمېر پخواني سیاسي او پوځي کسان د بریدونو هدف ګرځېدلي دي. له دې وړاندې، جنرال اکرامالدین سریع، د تخار ولایت پخوانی امنیه قومندان، په تهران کې، او معروف غلامي، د پخوانیو جهادي قومندانانو له ډلې څخه او د اسماعیل خان نږدې کس، په مشهد کې وژل شوي وو.




