د پخوانیو افغان چارواکو غبرګون د پاکستان له پولو نښتو سره

يو شمېر د افغانستان د پخواني حکومت واليان او چارواکي د طالبانو د ادارې د هغو تلافیکوونکو بریدونو ملاتړ کړی چې د پاکستان د پوځي اقداماتو په وړاندې ترسره شوي دي. دوی ټينګار کړی چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او هر ډول برید پر دې هېواد به د ولس عمومي غبرګون له ځان سره ولري.
دغه څېرې د وروستيو پولو شخړو ته په اشارې سره، پاکستان په د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتيا د نقض کولو تورن کړی او ويلي يې دي چې د دې پېښو په پايله کې يو شمېر ملکي وګړي وژل شوي او ټپيان شوي دي. د دوی په وينا، د دې ډول پېښو تکرار د پولو سيمو اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.
دوی د ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا دفاع يو نهپلورېدونکی اصل بللی او څرګنده کړې يې ده چې د بهرني بريدونو پر وړاندې متقابل غبرګون د هر هېواد مشروع حق دی.
په عين حال کې، د سياسي چارو کارپوهان خبرداری ورکوي چې د کابل او اسلاماباد تر منځ د پوځي تاوتريخوالي دوام کولای شي د پولو سيمو امنيتي او اقتصادي حالت لا پېچلی کړي او د سيمې اوسېدونکي له نوو ستونزو سره مخامخ کړي. د طالبانو د ادارې او ډېرو هېوادونو ترمنځ د عادي ديپلوماټيکو اړيکو د نشتوالي له امله، د دغسې کړکېچونو مديريت د شفافيت، مسئوليت منلو او د ملکي وګړو د لا زيات زيان د مخنیوي غوښتنه کوي.




