ټولنه‌یزمهم خبرونه

په تېرو دولسو مياشتو کې له ۲۸ زرو ډېرو بهرنيانو افغانستان ته سفر کړی

د ملي احصايې او معلوماتو رياست اعلان کړی چې د تېر ميلادي کال په ترڅ کې ۲۸ زره او ۴۷۴ تنه بهرني وګړي د بندرونو او هوايي ډګرونو له لارې افغانستان ته راتګ او تګ کړی دی. د ثبت شويو مالوماتو له مخې، له دغو کسانو څخه ۱۶ زره او ۲۷۶ تنه، چې ۷۲۸ ښځې هم پکې شاملې دي، هېواد ته داخل شوي، او ۱۲ زره او ۱۹۸ تنه نور، چې ۱۵۸ ښځې پکې شاملې دي، له افغانستانه وتلي دي.

دغه رياست زياتوي چې ۲ زره او ۳۶۹ تنه له دغو کسانو څخه د تاريخي او ګرځندویي سيمو د ليدلو په موخه افغانستان ته راغلي، او نور يې د تحصيلاتو د دوام يا د کاري فعاليتونو لپاره هېواد ته داخل شوي دي.

احصايې ښيي چې ډېری بهرني وګړي د نيمروز بندر، د هرات هوايي ډګر او بندرونه، د تورخم بندر، آقينه، حیرتان او همدارنګه د بلخ هوايي ډګر له لارې هېواد ته داخل شوي دي. يادې دروازې د هېواد له مهمو ترانزيټي او مسافرتي لارو شمېرل کېږي چې افغانستان له ګاونډيو او سيمه ييزو هېوادونو سره نښلوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button