په بلخ، کنر او پروان کې درې جبري ودونه درول شوي

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست چارواکي وايي چې په بلخ، کنر او پروان ولایتونو کې درې جبري ودونه تر ثبت شویو شکایتونو او څېړنو وروسته درول شوي دي. دغه اداره زیاتوي چې دا ګام د ښځو له رضا پرته د نکاح د مخنیوي او د فقهي اصولو له مخې پورته شوی دی.
د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په دغو قضیو کې کورنیو غوښتل خپلې لوڼې د هغوی د رضا پرته واده کړي. د شکایتونو تر ترلاسه کولو وروسته، د یاد ریاست کارکوونکو له کورنیو سره اړیکه ونیوله او د ودونو بهیر یې ودرولو.
چارواکي وايي، اړوندې کورنۍ دې ادارې ته احضار شوې او د د ښځې د خوښې حق او د نکاح په وخت کې د هغې د رضایت د اړتيا په اړه ور وپوهول شوې. د دوی په وینا، کورنیو ژمنه کړې چې په راتلونکې کې به د خپلو لوڼو واده یوازې د هغوی په بشپړ رضا ترسره کېږي.
په داسې حال کې چې د طالبانو اداره دا اقدام د «د ښځو د حقونو د ساتنې» د خپل تعهد نښه بولي، خو منتقدان وايي د زده کړو، کار او ټولنیز حضور په برخه کې د ښځو پر وړاندې پراخ محدودیتونه د ښځو د حقونو د واقعي وضعیت په اړه جدي اندېښنې راولاړې کړې دي، او دا ډول مداخلې، که څه هم مثبتې دي، د ښځو د بنسټیزو حقونو د تضمین لپاره د یوه روښانه او جامع چوکاټ ځای نه شي نیولی.




