د نجونو د اجباري وادهونو زياتوالی د زده کړې له دوامداره محروميت سره يوځای

يو شمېر نجونو په افغانستان کې وايي، د زده کړې له دوامداره محروميت او د کار د فرصتونو له نشتوالي سره، هغوی د اجباري وادهونو له خطر سره مخ دي؛ يوه داسې وضعه چې د دوی په وينا د هغوی راتلونکې له جدي ابهام او اندېښنو سره مخ کړې ده.
دغه نجونې د پنجشنبې په ورځ، د حمل په ۶مه، د ښوونځي د زنګ د وهلو له مراسمو سره هممهاله، د خپل برخليک په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل چې د طالبانو د حکومت له لوري د ښوونځيو تړل کېدل او د زدهکړې محدوديتونه د ډېرو کورنيو دا باور پياوړی کړی چې د خپلې لور لپاره پرته له واده بل انتخاب نه لري.
د دغو نجونو په وينا، د زده کړې له محروميته رامنځته شوې بېسرنوشتي او بلاتکليفي د دې لامل شوې چې يو شمېر کورنۍ خپلې لوڼې د داسې وادهونو ته اړې کړي چې په کې د رضایت بشپړه کچه شتون نه لري. هغوی ټينګار کوي چې د دغه حالت دوام په نجونو رواني او ټولنيز فشارونه زيات کړي دي.
د کابل يو اوسېدونکی، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې ياد شي، وويل چې په تېرو څو ورځو کې لږ تر لږه د دوو اجباري وادهونو شاهد پاتې شوی چې په کې نجونې د زده کړې له محروميت سره مخ وې. د ده په وينا، په ځینو مواردو کې نجونې د اقتصادي فشارونو او د بل انتخاب نه درلودو له امله ناچارې کېږي هغه وادهونه ومني چې مخکې يې حتی تصور هم نه شوای کولای.
د نجونو د منځنيو او ليسې ښوونځيو تړل کېدل، چې د طالبانو د واک ته رسېدو وروسته عملي شول، له پراخو کورنيو او نړيوالو نيوکو سره مخ شوی، خو دا محدوديتونه لا هم دوام لري او د هغې ټولنيزې پايلې — لکه د اجباري وادهونو د خطر زياتوالی — د هېواد د کورنيو او د ښځو د حقونو د فعالانو جدي اندېښنه ګرځېدلې ده.




