په پروان کې د خوړو بيې د لارو د تړل کېدو له امله لوړې شوي

د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګريزو لارو د تړل کېدو له دوام سره، د پروان ولايت اوسېدونکي او پلورونکي د خوراکي توکو د بيې د لوړېدو خبر ورکوي. د دوی په وينا، دغه زياتوالی د کورنيو ورځنی ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.
دکانداران وايي چې د ۱۶ لېټرو غوړ هر بکس شاوخوا ۵۰۰ افغانۍ، د يو بوجۍ وريجې تر ۷۰۰ افغانۍ او د يو بوجۍ اوړه تر ۴۰۰ افغانۍ پورې لوړې شوې دي. د هغوی په وينا، د ۱۶ لېټرو غوړ چې تر دې وړاندې شاوخوا ۱۵۵۰ افغانۍ پلورل کېدل، اوس له ۲۰۰۰ افغانیو پورته شوي دي.
د پلورونکو د معلوماتو له مخې، د هر بوجۍ وريجو بيه له ۲۳۰۰ افغانۍ ۳۰۰۰ افغانیو ته رسېدلې، او د هر بوجۍ اوړو بيه له ۱۴۰۰ تر ۱۸۰۰ افغانیو لوړه شوې ده. دوی ټينګار کوي چې د وارداتو کمښت او د بازار بېثباتي د اساسي توکو د بيې د لوړېدو لامل شوې ده.
د پلورونکو تر څنګ، يو شمېر د پروان اوسېدونکي هم د عوايدو د کمېدو، د کار د فرصتونو د نشتوالي او د ورځنيو اړتياوو د پوره کولو د ناتوانۍ شکايت کوي. د دوی په وينا، د توکو د بيې پرلپسې زياتوالی دوام لري، په داسې حال کې چې د خلکو د پېرلو توان په پراخه کچه راټيټ شوی دی.
دغه حالت يوازې د پروان پورې محدود نه دی، ځکه راپورونه ښيي چې په نورو ولايتونو، په ځانګړي ډول په پلازمېنه کابل کې د خوړو بيې هم زياتې شوې دي. منتقدان وايي چې د طالبانو اداره تر اوسه د بيې د بحران د مديريت او د سوداګريزو لارو د تړل کېدو د پايلو په برخه کې مؤثر اقدام نه دی کړی، او خلک لا هم د پاکستان پر لور د دغو حياتي لارو د پرانيستلو انتظار باسي.




