اقتصادمهم خبرونه

د تورخم بندېدو سره سره د ننګرهار د سبزيجاتو بازار باثبات پاتې شوی

د ننګرهار ځايي چارواکي وايي چې د تېرو نږدې درې مياشتو راهيسې د تورخم لاره تړل کېدل د دې ولايت د سبزيجاتو په عرضه او بيه منفي اغېز نه دی کړی. د هغوی په وينا، د سبزيجاتو بازار د تېرېو کلونو په پرتله کوم څرګند بدلون نه دی تجربه کړی او کورنيو توليداتو د بازار اړتيا پوره کړې ده.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست وايي، ننګرهار په سبزيجاتو کې ځان‌بسيا شوی. د دې ادارې مسوولان ټينګار کوي چې د کورنيو توليداتو زياتوالی د وارداتو پر تړاو کمښت راوستی او د ننګرهار سبزيجات نورو ولايتونو ته هم لېږدول کېږي.

استانه‌ګل شيرزاد، د ننګرهار د تازه ميوو او سبزيجاتو د اتحاديې مرستيال، وايي چې د تورخم د لارې تړل کېدو بازار له کوم ګډوډۍ سره نه دی مخ کړی. د هغه په وينا، د توليد اندازه دومره ده چې ان هغه توکي چې د صادراتو لپاره تيار شوي وو، له لارې د بندېدو وروسته د کورنيو بازارونو ته لېږدول شوي او هيڅ کمبود نه دی احساس شوی.

د توليد تر زياتېدو سره، د يخچالونو جوړېدل هم د سبزيجاتو په ساتنه کې مهم رول لري. مسوولين وايي، څو يخچالونه د خصوصي سکتور په همکارۍ جوړ شوي چې شاوخوا درې نيم زره تر څلور زره ټنه کرنيز محصولات ساتلی شي.

اجمل سبحاني، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست وياند وايي، يو لوی يخچال چې د پنځه زره متريکو ټنو ظرفيت لري، لا نيمګړی پاتې دی او هڅې روانې دي چې بشپړ شي. د هغه په وينا، د دې زېربناوو د لا پراخېدو لپاره هم پلانونه طرحه شوي دي.

تر دې وروسته چې له پاکستان سره لاره بنده شوه، د طالبانو د رياست‌الوزرا اقتصادي مرستيال له سوداګرو غوښتي چې په هېواد دننه د يخچالونو په جوړولو کې پانګونه وکړي. د دې لارښوونې له مخې، د يخچال جوړونکي به د څو کلونو لپاره له مالياتو معاف وي او د برشنا شرکت به مکلف وي چې دغو مرکزونو ته دايمي برېښنا ورکړي. دا يو اقدام دی چې سوداګر يې کافي نه بولي او لا هم د ننګرهار د يخچالونو د زياتېدو غوښتنه کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button