ټولنه‌یزمهم خبرونه

په غزني کې ۶۰۰ اړمنو کورنيو ته د خوراکي توکو بستې ووېشل شوې

د غزني د شهیدانو او معلولینو ریاست ویلي چې د يوه مرستندويه بنسټ په همکارۍ یې د دغه ولایت ۶۰۰ اړمنو کورنيو ته د خوراکي توکو بستې وېشلې دي. دغه مرستې د رمضان میاشتې په مناسبت او د بې‌بضاعته کورنيو د ملاتړ په موخه ترسره شوې دي.

د یاد ریاست آمر سید محمد ابو عرفان وويل، په هره بستې کې ۵۰ کيلو اوړه، ۵۰ کيلو وريجې، ۲۰ کيلو بوره، ۱۰ کيلو لوبیا، ۱۰ کيلو دال او ۱۵ ليتره غوړي شامل وو. د هغه په وينا، دا مرستې د شهیدانو، معلولینو او یتیمانو کورنيو ته ځانګړې شوې دي.

د وېش پر مهال، یو شمېر اړمنو اوسېدونکو چې د مرستې د ترلاسه کولو لپاره راټول شوي وو، د اقتصادي ستونزو له زیاتوالي شکایت وکړ. هغوی وويل، د وروستیو کلونو د فقر او بیکارۍ زیاتوالي د ډېرو کورنيو ژوند له جدي ننګونو سره مخ کړی دی. دوی زیاته کړه، دا ډول مرستې که څه هم موقتي دي، خو د اړمنو کورنيو لپاره حیاتي اهمیت لري.

دا په داسې حال کې ده چې ګڼ شمېر هېوادوال د طالبان اداره د اقتصادي بحران په مهارولو او د کاري فرصتونو په برابرولو کې په ناتوانۍ تورنوي. د منتقدانو په باور، د کورنيو پراخه وابستګي د خیریه مرستو پر دوام څرګندوي چې په هېواد کې د فقر د کمولو لپاره دوامدار او اغېزمن ملاتړیز پروګرامونه شتون نه لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button