په ۲۴ ولایتونو کې د سېلابونو له امله ۲۸ تنه مړه او ۴۹ نور ټپیان شوي

د طالبانو تر ادارې لاندې د ملي پېښو د مبارزې اداره اعلان کړې چې د تېرو څلورو ورځو د سختو بارانونو او سېلابونو له امله په ټول هېواد کې ۲۸ تنه مړه او ۴۹ تنه نور ټپیان شوي دي. دا شمېرې نن دوشنبې (د وري ۱۰مه) په رسمي اعلامیه کې خپرې شوې دي.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، د تېرې ورځې په پرتله د مړو شمېر زیات شوی دی. دغه اداره پرون د ۱۷ مړو او ۲۶ ټپیانو راپور ورکړی و، چې ښيي په تېر ۲۴ ساعتونو کې نوې پېښې ثبت شوې دي.
تر انساني تلفاتونو سربېره، پراخ مالي زیانونه هم راپور شوي دي. د ادارې په وینا، ۵۶۸ کورونه په بشپړه او جزوي توګه ویجاړ شوي، ۱۱۳۰ کورنۍ زیانمنې شوې او ۹۳ کیلومټره سړکونو ته زیان رسېدلی دی. همدارنګه، ۲۹۰۱ جریب کرنیزه ځمکه او ۱۹۳۸ اصله ونې تخریب شوي او ۲۴۴ پسونه، غواګانې او نور مواشي مړه شوي دي.
یادې پېښې په بدخشان، تخار، بغلان، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب، بامیان، دایکنډي، غور، بادغیس، هرات، پنجشیر، کاپیسا، پروان، لغمان، کابل، ننګرهار، لوګر، پکتیا، پکتیکا، کندهار او هلمند ولایتونو کې ثبت شوې دي.
افغانستان هر کال د پسرلي په موسم کې له سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو سره مخ کېږي؛ خو د خلکو او کارپوهانو له لوري تل پر دې انتقاد کېږي چې د چمتووالي کچه، د مخنیوي هڅې او د زیانمنو شویو کسانو پر وخت رسېدنه بسنه نه کوي. د زیانمنو سیمو اوسېدونکي ټینګار کوي چې د بحران د اغېزمن مدیریت او د زیانمنو کورنیو د بیړنۍ مرستې اړتیا تر هر بل وخت ډېره محسوسه ده.



