په ۱۳ ولایتونو کې سېلابونه؛ ۱۷ کسان مړه او ۵۰۰ کورنۍ زیانمنې شوي

د طالبانو تر ادارې لاندې د پېښو د رسیدګۍ اداره اعلان کړی چې د وروستۍ ۲۴ ساعتونو د سختو بارانونو او سېلابونو له امله لږ تر لږه ۱۷ تنه په ۱۳ ولایتونو کې مړه او ۲۶ تنه نور ټپي شوي دي. د دې ادارې د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۵۰۰ کورنۍ هم له دې پېښو زیانمنې شوې دي.
د ادارې ویاند یوسف حماد د یکشنبې په ورځ، د حمل نهمه نېټه، په یوه خپاره شوي ویډیو کې وویل چې سېلابونو د بادغیس، سرپل، پروان، دایکندي، لوګر، میدان وردګ، فراه، هرات، غور، سمنګان، فاریاب، جوزجان او لغمان ولایتونه اغېزمن کړي دي. هغه زیاته کړه چې په ځینو سیمو کې د خلکو کورونو او عامه تاسیساتو ته پراخ زیان رسیدلی دی.
د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، ۳۷ کورونه په بشپړه توګه نړېدلي او ۱۱۰ نور کورونه یو څه زیانمن شوي دي. همدارنګه، ۲۴ څاهګانې، اوه د اوبو رسولو شبکې، او لس دوکانونه ویجاړ شوي او شاوخوا ۸۰ کیلومتره سړکونه او ۲۸۲ جریبه کرنیزه ځمکه هم زیانمنه شوې ده.
د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون راپور ورکړی چې یوازې د بادغیس ولایت د قادس او درهبوم ولسوالیو کې څلور تنه مړه او درې تنه نور ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر ادارې لاندې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست یو ورځ وړاندې په ۳۰ ولایتونو کې د سختو بارانونو د امکان خبرداری ورکړی و او د ۱۰ څخه تر ۴۰ میلیمتره باران اټکل یې کړی و. د دغو خبرداریو سره سره، میداني راپورونه ښيي چې ډېری زیانپذیرې سیمې لا هم د مخنیوي او د طبیعي خطرونو د کمولو اغېزمنو تدابیرو څخه بې برخې دي – یوه مسله چې هر کال خلکو ته درانه تلفات او مالي زیانونه اړوي او د شفافې او ځوابورکې ادارې اړتیا لري.




