امنیت او پېښېمهم خبرونه

په شمال کې د سېلاب له امله ګڼې لارې بندې شوې دي

د طالبانو د عامه فوایدو وزارت ویلي چې د سېلابونو له امله د سرپل، بلخ او فاریاب په ولایتونو کې څو تګلوري د تګ راتګ لپاره تړل شوي دي. د دغه وزارت په خبره، دغه پېښه د وروستیو بارانونو له امله رامنځته شوې او د ځینو سیمو اوسېدونکي یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د دې وزارت ویاند اشرف حق‌شناس د یکشنبې په ورځ د حمل پر نهمه په یو خبرلیک کې ویلي، د سرپل ولایت د کوهستانات، البدر او صیاد ولسوالیو لارې او همدارنګه د بلخ ولایت د چارکنت ولسوالۍ لاره موقتاً تړل شوې ده.

په همدې مهال، د بادغیس–فاریاب عمومي لاره هم د روان سېلاب له امله تړل شوې بلل شوې ده. دا لویه لار د هېواد په شمال لوېدیځ کې له مهمو ارتباطي لارو څخه ده، چې تړل کېدل یې د خلکو تګ راتګ او د سوداګریزو توکو انتقال اغېزمنولی شي.

د طالبانو اداره وايي چې تخنیکي ډلې د دغو لارو د بېرته پرانیستلو لپاره ګومارل شوې دي، خو په څرګنده نه ده ویل شوې چې دا لارې به کله بېرته پرانېستل شي او د طبیعي پېښو د مدیریت لپاره څه اسانتیاوې شته.

د هېواد ډېری ولایتونه په تېرو ورځو کې له درنو بارانونو سره مخ شوي دي؛ هغه بهیر چې هر کال د معیاري اوبو د جریان د بندښتونو له نشتوالي سره، د مالي زیانونو او د مواصلاتي لارو د تړل کېدو لامل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button