امنیت او پېښېدوهم سرلیکمهم خبرونه

په ۱۱ ولایتونو کې د باران او سیلابونو له امله ۱۲ کسان مړه شوي

د طالبانو تر ادارې لاندې د ملي پېښو د مخنیوي ادارې ویلي، چې د وروستیو درېوو ورځو د سختو بارانونو، واورو اورېدو او سیلابونو له امله لږ تر لږه ۱۲ کسان مړه شوي او ۱۱ نور ټپیان دي. دا طبیعي پېښې د هېواد ۱۱ ولایتونه اغېزمن کړي دي.

د دغې ادارې په وینا، کاپیسا، پروان، دایکنډي، ارزګان، کندهار، هلمند، بادغیس، فاریاب، بدخشان، هرات او فراه هغه ولایتونه دي چې تر ټولو زیات زیانونه یې لیدلي، او د دغو سیمو اوسېدونکي له پراخو مالي او فزیکي تاوانونو سره مخ دي.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په دغو پېښو کې ۲۷۴ کورونه په بشپړ ډول نړېدلي او ۱۵۵۸ نور کورونه نیمه ویجاړ شوي دي؛ دا حالت د زیانمنو شویو کورنیو د بیړني سرپناه او بشري مرستو اړتیا نوره هم روښانه کوي.

همدارنګه اته جوماتونه، ۲۰۹ کیلومتره سړکونه او یو شمېر دوکانونه زیانمن شوي، او شاوخوا ۱۲۰۰ څاروي هم له منځه تللي دي. سره له دې چې د ژمي او باراني فصلونو پر مهال دا ډول پېښې تکراریږي، تمه کیږي چې د طالبانو اداره به د مخنیوي، عاجلې رسېدنې او شفافې مرستې لپاره خپلې هڅې پیاوړې کړي؛ هغه موضوع چې له ډېره وخته د مدني بنسټونو او سیمه‌ییزو اوسېدونکو غوښتنه ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button