په ارغندی بالا کې د سېلابونو د مخنیوي لپاره ګډ اقدام شوی

د ملګرو ملتونو د پراختیايي برنامې یا UNDP د افغانستان دفتر ویلي، چې د تیرو څو کلونو پر مهال پرلهپسې سېلابونو په ارغندی بالا سیمه کې پراخ زیانونه اړولي، کرنیز ځمکي یې خرابې کړې، باغونه یې له منځه وړي او د شاوخوا سیمو د خلکو ژوند او معیشت ته یې جدي ګواښ پېښ کړی و.
په راپور کې ویل شوي، چې د دې خطرونو د راکمولو لپاره، سیمهییزو چارواکو له خلکو سره یوځای د کنترول شوې کرکېلې لارو چارو پلي کول پیل کړي او اوبو د منظم مدیریت سیستمونه یې جوړ کړي دي. دا هڅې د سېلابونو د مهارولو او د نورو ځمکو د خرابېدو د مخنیوي لپاره تر سره شوي دي.
داسې ګډو هڅو ښودلې ده، چې که څه هم طالبانو اداره منسجم پلانونه او دوامداره ملاتړ نه لري، خو خلکو او سیمهییزو بنسټونو ترمنځ ګډ ابتکارونه کولی شي د طبیعي پېښو د ناوړه پایلو په کمولو کې مهم رول ولوبوي.
کارپوهان تل ټینګار کوي، چې اقلیمي بدلونونو ته زیانپذیرې سیمې، په ځانګړي توګه په افغانستان کې، اوږدمهاله تګلارو، د زیربناوو پانګونې او د مسوولو ادارو د حساب ورکونې ته اړتيا لري، څو د خلکو ژوند او مال خوندي پاتې شي.




