مهم خبرونهنړیوال

په کانګو کې سېلاب د دوه زره پنځه سوه کورنيو د بې‌ځايه کېدو سبب شو

د کانګو د جمهوريې په منځنۍ او ختيځه برخه کې د دوو سيندونو د اوبو د راخېژېدو له امله لږ تر لږه ۲ زره او ۵۳۳ کورنۍ خپلې مېنې له لاسه ورکړې او بې‌ځايه شوې دي. دا پېښه د مانیما ولايت کې د سختو بارانونو وروسته رامنځته شوې ده.

ژان کلود نګووي، چې په پونیا سيمه کې د مدني ټولنې مشر دی، ويلي چې د کانګو او اوليندي سيندونو د اوبو د سطحې لوړېدو په وروستيو ورځو کې د کاسرا، توبیلا او اوليندي کليو ته سېلابونه ورسېدل او سلګونه اوسېدونکي يې اړ کړل چې خپل کورونه پرېږدي.

د ده په وينا، د زرګونو کورنيو کورونه د اوبو لاندې تللي او پراخ مالي زيانونه یې اړولي دي. نګووي له ولايتي او ملي چارواکو، د مرستو له بنسټونو او بشري فعالانو غوښتنه کړې چې د زیانمن شوو خلکو د حالت د سمېدو لپاره ژر تر ژره ګامونه واخلي.

سېلاب د استوګنې له کورونو پرته د عامه تاسيساتو يو شمېر برخې لکه ښوونځي، روغتيايي مرکزونه او د څښاک د اوبو سرچينې هم له منځه وړي دي. د کانګو جمهوريت په وروستيو کلونو کې څو ځل د موسمي سېلابونو شاهد پاتې شوی چې د انسانانو او مالونو د پام وړ زيانونه يې اړولي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button