امنیت او پېښېمهم خبرونه

په خوست او بغلان کې پنځه کسان د غلا په تور نیول شوي

ځايي سرچينې وايي، د طالبانو تر ادارې لاندې امنيتي ځواکونو په خوست او بغلان ولايتونو کې پنځه تنه د کورونو او دوکانونو د غلا په تور نيولي دي.

د خوست د امنيې قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې، د خوست ښار د څلورمې او شپږمې امنيتي حوزې منسوبينو درې کسان نيولي دي چې تور پرې دی، دوی د شپې له خوا دوکانونه لوټل او د سيمې د اوسېدونکو کورونو ته ننوتل. په خبرپاڼه کې ويل شوي، دغو کسانو د شپږمې حوزې اړوند له یوه کور څخه شاوخوا لس زره ډالر امريکايي پيسې او يو څه افغانۍ غلا کړې، او د څلورمې حوزې په سيمه کې يې دوکانونه چور کړي، سولري تختې، نغدې پيسې او نور قيمتي توکي له ځانه سره وړي دي.

د خوست امنيې قوماندانۍ څرګنده کړې چې نيول شوي کسان د نورو څېړنو لپاره عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوي؛ دغه بهير تل د شفافيت او د عادلانه محاکمې د لاسرسي په اړه له پوښتنو سره مل وي، ځکه چې د طالبانو د ادارې په جوړښت کې دا موضوعات شفاف نه بلل کېږي.

په همدې حال کې، په بغلان ولايت کې هم دوه کسان د غلا په تور نيول شوي دي. د بغلان د امنيې قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې، دا دوه تنه د دې ولايت په مرکز پلخمري ښار کې هغه مهال ونيول شول چې غوښتل يې له يو اوسېدونکي غلا وکړي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه کسان له څه مودې راهيسې د امنيتي ځواکونو تر تعقيب لاندې وو او تور پرې دی چې د بېلابېلو سيمو له کورونو څخه يې غلا کوله او د سيمې اوسېدونکي يې په تنګ کړي وو. ويل شوي، د لومړنيو څېړنو له بشپړېدو وروسته به د دغو کسانو دوسيې عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button